د جلال امرخېل درې نوي غزلونه
04.07.2009 17:00
غزل
پروت په مورچل کې د جهاد ، په عنبرينو څڼو
خاونده ! ته يې لرې ښاد ، په عنبرينو څڼو
خدايزده شهيده ! تورو خاورو کې به څنګه پروت يې ؟
بېګا همزولو کړلې ياد ، په عنبرينو څڼو
غونچې غونچې پر مخ راغورځي ، څه چاره يې وکړه
کړې به تباه جلال اباد ، په عنبرينو څڼو
سر دې ټيټ نه کړ د دې دور فرعوني غرور ته
پښتون فطرت دې کړلو زباد ، په عنبرينو څڼو
زما اروا وږمه وږمه لکه د مشکو عطر
نری نری لګيږي باد ، په عنبرينو څڼو
زما غزل نقاد ته داسې ، لکه ښکلی مئېن
ولاړ وي مخ ته د جلاد ، په عنبرينو څڼو
| غزل |
|
|
داچې درګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د زړه له درده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د عشق هندارې خړوي ، د هوس باد را الوتی
له دغې ګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
هغه غله سترګې بيا راغلې ده ، لږ پام په کار دی
هغه بهر ده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه قاتلې ! کوم ساده د لمر په وړانګوپرخه سپاري ؟ ته يې نامرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه داسې بې واره چې راګورې ، نو څه چل خو شته دی ځکه په زغرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه |
غزل
ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه
کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې
زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده
درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه
ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملامته يمه
د ژوند په دښته کې مې لاس د خپل وجود پرېښوده
بيا مې تر ډېره اورېده ، چې ملامته يمه
بېګا جلال په ميکده کې په ځان نه پوهېده
په چغو چغو ژړېده ، چې ملامته يمه









اؤل سلامونه تاسو ته وړاندی کوم.بيا غواړم چه تاسو زما سره قلمېهمکارې ولرۍ.
په ډیر درناوې
ملالۍ
ښاغلی جلال امر خېل يو باذوقه او ويښ شاعر ، هغه شاعر چې د خپل زړه دردونه په ښکاره توګه په خپلو شعرونو کې په داسې لهجه کې بيانوي چې نور دردمن زړونه هم ترېنه خوند اخلي ، جلال سره چې جانان هر څه کړي ، خو جلال د خپل جانان په مينه کې داسې ډوپ شوې چې د خپل جانان هره خبره په سړه سينه اوري ، او که هغه ترينه ګيله هم وکړي نو دې زر ځان ملامتوي . زما په اند دی ځکه ځان ملامتوي چې چرې يې جانان ترينه خفه نه شي ، که جانان يې ملامته هم وي نو دی ځان ملامته کوي . خو پام کوه امرخيله چې هسې نه په دې ملامتيۍ ملامتۍ کې جانان دې دلاسه ووځي .
ما امرخېل نه دی ليدلی ، خو څه دپاڅه يو کال دمخه مو سره په انټرنيټ کې خبرې وشوې ، چې هغه له بلجيم نه آنلين و او زه دلته پېښور کې وم.
prot pa morchal ke da jahad pa anbareno saro
khawanda ta ye lare khad pa anbareno saroo
wah wah der khesta tol sherona me khwaklh shwa kho da sheer me ye der khwakh shw
pa biljem ke ha, da watan da azade gam sezale de
deta waye afghan
ياره امرخيل صاحب! والله چې بيا دې هم کمال وکړ. داسې شعر واياست لکه چې عنوان ېې د خلکو له خوا ټاکل شوى وي او تاسو بس بيتونه ورته جوړوۍ.
بريالى اوسې ياره.