Thanda

دا اور مړ كېداى شي ؟ - حامد مير

04.07.2009 16:35

         دا اور مړ كېداى شي ؟
حامد مير

فرانسوي وتلي ژورنالست جين ماييكل كاراديش په اسلام آباد كې د طالبانو د پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف كتاب فرانسوي ته اړولى، دغه كتاب چې دوه كاله وړاندې پښتو كې چاپ شوى، فارسي، انګريزي، اردو ته هم ژباړل شوى دى، د جين په اند دغه كتاب د بګرام، كندهار، ګونتانامو په زندانو كې پر بوږنوونكو خاطرو او لړزوونكو يادښتو راټول دى، خو دا يواځې د يوه زنداني يادښتونه، نه دي، هغلاملونه هم راسپړي چې په افغانستان كې د طالبانو مقاومت د ځپنې پر ځاى لا پسې غوړيږي او خپريږي......
جين د ملاضعيف كتاب ددې لپاره ژباړلى چې په لويديز كې مېشت عام وګړي دا پته ترلاسه كړي چې آخر مسلمانان ترې څرنګه دومره كركه څرګندوي؟
په ګونتانامو كې 316 شمېره بندي د يادښتونو په لوستو هر پاكستانى له شرم او خجالت نه ځان سرټيټتى ګڼي، دا ځكه چې  د ملا عبدالسلام ضعيف سپكاوى له بګرام نه، بلكه له اسلام آباد او پېښوره غزېدلى .
ملا ضعيف د خپل كتاب پيلامه له يوه وېروونكي خوب كړې: له نيولو شپږ ورځې وړاندې ملاضعيف خوب ويني چې مشر ورور يې چاړه په لاس د حلالولو په موخه سر ته ولاړ دى، ملا ضعيف كه هرڅو خپل ورور ته وويل خو له خپلې پرېكړې وانه وښت....
ملا ضعيف ددې لپاره چې د ورور ترحم او زړه سوى راواړوي پر ځمكه پرووت...
خو ورور يې پر مرۍ چاړه تېره كړه، دغه خوب ملا ضعيف اندېښمن كړ.
شپږ ورځې وروسته ۲۰۰۲  د جنورۍ پر دويمه ملا ضعيف په اسلام آباد كې ونيول شو، يوه پنډ، له رنګه تور پوځي افسر ورته كړه: امريكا ډېر سترځواك دى، هيڅوك يې له حكم غاړه نشي غړولى، امريكايان له تا د پوښتنو ګروېږنو اړتيا لري، تاسې له موږ سره ولاړشئ، ملا ضعيف له دغه تور پوځي افسر سره بحث و منطق و دليل ته مخه كړه، خو له دغه (فهيم) افسر سره له بحث څه ګټه نشواى تر لاسه كيداى.
ملا ضعيف يې له اسلام آباد پېښور ته يوړ، درې ورځې وروسته يې سترګې ور پلستر كړې په تړلو سترګو يې د پېښور په هوايي ډګر كې امريكايانو ته وسپاره.
پاكستاني پوځيانو چې څرنګه دغه بندي امريكايانو ته وسپاره امريكايانو پر ملاضعيف ور ودانګل، تر لغتو، سوكانو او سوټيو لاندې يې وني، بيا يې ددغه قلندر بندي جامې په چاقو ګانو څيرې كړې او بربنډ يې پر ځمكه و غوځاوه، دغه مهال د ملا ضعيف په وينا دغه مرګونې شېبې به يې تر قبره له ياده ونه وځي....
بګرام ته تر وړو يې ملا ضعيف بربنډ په سخت ساړه كې پر ځمكه غورځولى و، امريكايي ښځينه پوځيانو يې شاوخوا درې ساعته د خوشالۍ سندرې ويلې.
ملا ضعيف يې په بګرام كې له څو ورځو روحي شكنجې وروسته كندهار ته ولېږداوه، هلته يې يوځل بيا ملاضعيف او ورسره بنديان بربنډ ودرول، تصويرونه يې واخيستل.....
يوه ورځ ملا ضعيف د كندهار په زندان كې سهار لمونځ كاوه، چې څنګه سجدې ته كيووت يو امريكايي پوځي يې پر سر كېناست، هغه و چې لمونځ يې له سره وكړ.
ملا ضعيف وړاندې كاږي امريكايانو ته ډېر ژر څرګنده شوه چې موږ هر ډول سختي او شكنجې زغملاى شو خو د قرانكريم په بې حرمتۍ سملاسي په زړه لګيږو، ځكه خو يوه ورځ امريكايي پوځي د كندهار په زندان كې په قرانكريم ميتيازې وكړې او د ناپاكۍ بيلر ته يې وغورځاوه، دغسې شپې موږ نشواى زغملى، ډېرى ملګري له ژړا او درده بېهوشه شول، هغه و چې د قرانكريم ګردې نسخې مو ټولې او سره صليب ته مو وركړې.
ملا ضعيف ليكي: ګوانتانامو ته په لېږدېدو يوځل بيا د قرانكريم له بې حرمتۍ سره مخامخ كړاى شو، په دغه زندان كې ددرې نيم كلن قيد په موده كې لږ تر لږه لس ځله د قرانكريم د توهين له امله پر موږ له مرګ سخت ساعت تېر شوى.
دده په وينا امريكايي پوځيانو غوښتل له دې لارې موږ مات او پيغام وركړي چې تاسې زموږ غلامان او دين او ايمان مو زموږ له غضب نشي ژغورل كېداى.
په ګوانتانامو زندان كې د امريكايانو د ظلم او زياتي پر خلاف ملا عبدالسلام ضعيف څو وارې د نه خوړو اعتصاب وكړ، دغسې څو ځله د كرزي حكومت استازو ورسره ليده كاته او له ځينو شرطونو سره د خلاصون وړانديز وكړ، په پاى كې ملا ضعيف هغوى ته وليكل: ما كوم جرم نه دى كړى، زه مظلوم مسلمان يم چې د پاكستان-امريكا له ظلم سره مخامخ او له څلورو كالو يې بېګناه په زندان كې اچولى يم، زه دا خبره په بشپړ باور دلته څرګندوم چې د امريكا پر خلاف بوختياوو كې ونډه نه اخلم......
له دې وروسته يې ملا عبدالسلام ضعيف له ګونتانامو آزاد او د كابل په يوه حكومتي ميلمستون  كې دېره كړ، دلته يې د يوه ملګري په مرستهت د خپلې نيونې خاطرې او يادښتونه راټول او چاپ كړل، ددغه كتاب اقتباسات د طالبانو په ګډون ډېرى خبري رسنيو خپاره كړي، له دغو اقتباساتو لوستونكي د ترهګرۍ پر ضد امريكايي جګړې اصلي موخې تر ګوتو كولاى شي.
اووه كاله دغه جګړه روانه ده، حامد كرزى په دې هڅو كې دى چې د ملا عبدالسلام، وكيل احمد متوكل په منځګړيتوب له ملامحمد عمر سره د خبرو لاره ومومي، اوس كرزى په دې باوري دى تر هغې چې امريكايي لښكرې په افغانستان كې وي، سوله او امن نشي رامنځته كېداى .
پاكستانيان ښايي دا د پام وړ و ګڼي چې كه امريكايي پوځونه له افغانستان ووځي-په پاكستان كې ډېر ژر امن راتلاى شي؟
موږ ته ددغه ترينګلتيا او جګړو د لاملونو د موندلو اړتيا ده، چې په افغانستان كې د بل شوي اور لمبې زموږ تر كوره راورسېدې.
موږ د خپل كور د ژغورنې لپاره يواځې ملا ضعيف نه په سلګونو مسلمانان امريكا ته وروسپارل خو د امريكا ډاډ او باور مو ترلاسه نه كړاى شو، ددغه ډاډ باور لپاره مو سور جومات پر راكټونو ونړاوه، خو د امريكا زړه يخ نه شو.
پېښې او پرمختياوې څرګندوي چې په پاكستان كې د مسلمان له خوا د مسلمان وژلو كړۍ د سره جومات له پېښې وروسته په څپو شوه.
ددې وختر رارسېدلى چې د ځانمرګو بريدونو د غندنې تر څنګ د خپلو تېروتنو منلو ته هم غاړه كېږدو، هغسې تېروتنې چې له مخې يې موږ په خپل كور اور پورې كړ.
زموږ قيادت ښايي پر دې اعتراف وكړي چې په هغسې كركجنه بڼه په پېښور كې امريكايانو ته د ملاضعيف سپارل يوه تېروتنه و، په قبايلي سيمو كې د عملياتو پر مهال د ښځينه او ماشومانو وژل جرم دى، ددغو ټولو تېروتنو له مسوولينو كه نن په حكومت كې دي كه له حكومت د باندې له پوښتنو ګروېږنو او محاكمې پرته د نفرتونو ددغه لګيدلي اور لمبې نشي سړېداى .

له ( ملي هندارې) نه په مننه

 

ساحر 17.07.2009 16:31

ma da Larghone larawee tabsera walwasta, lekee che pa gontanamo ke chata da lekalo ejaza nashta dee janab ta sanga da moqa barabara shwa.
no da ketab kho khaghalee zayif pa zandan ke na dai lekalai sa.
domra zalam che pa cha washee hagha yi na heregee, aw da kho sa da mekhanik dars na di che la khaghalee zayif na ba hir shee kho khateree dee aw tarkha khatera da cha heskala ham na heregee.
za da khaghalee larawee pa bezaya shak andekhman yam.
manana

لرغونى لاروى 06.07.2009 08:56

وروره ملاضعيف ته مې دې سلام وي خو ما چې څومره اوريدلي په بگرام او ګوانتانامو كې چاته د ليكلو اجازه نشته نو دې جناب ته څنګه دا موقع برابره شوه؟
ځينې كسان شك كوي چې دا هم د افغانستان د جړ مشوړې په څېر يوه بې پايلې ډرامه ده .
حتى د طالبانو تحريك د دې ډرامې پيلامه بولي او وايي ملاعمر چې ځان يې ډېر ساده ښودو او حتى له نارينه وو يې هم مخ پټاوه خو له كندهار ښاره ليرې يې يو داسې عظيم الشان كور جوړ كړى چې اوس په كې د امريكايانو هډه ده. دا هم ويل كېږي چې د دې كور د جوړولو نقشه امريكايانو وركړې وه او د هغوى د غوښتنو سره سمه ودانۍ ده.

شاپور 06.07.2009 07:15

ضعيف صاحب واقعا د ډېرې غښتلې ارادې خاوند دی. د ټولو تکليفونو دې الله تعالی په دنيا او آخرت کې اجر ورکا.
الله تعالی دې حضرت صاحب صبغت الله خان مجددي يو دوه مياشتې د امريکايانو ولسمشر کا او بيا دې د نظام د استحکام له پاره الله پاک استاد برهان الدين رباني د څلورو مياشتو په مخه هلته پسې ورپارسل کا.
طالبانو ته دې الله تعالی لاره وښيي چې هم اسامه وپېژني او هم خپل قام! دغه راز، دوی ته دا توفيق هم غواړم چې د غرونو پر ځای په ښارونو کې د ژوند په خوند وپوهېږي.

صابر 05.07.2009 13:25

سلامونه او نيکي هيلي
په رښتيا داظلمونه اوتيرې ديرغلګرواودهغوي د غلامانو چه هر څوک وي په هره بڼه وي عادت دي له کفارو دخيراميد هسي ځان دوکه کول دي دا نن چه په مونږ څه حال دي داد همدي تالي څټو دلاسه دي هغه چه دمسلمان له احساساتو څخه ناروا ګټه پورته کوي .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.