Thanda

د ارواښاد صاحب شاه صابر د شعرونو انتخاب

26.11.2007 08:12

 

يادونه : دا د ارواښاد صاحب شاه صابر له کتاب ( خوبونه )  څخه د هغه خوږه شاعري ده .

د نورو تکړه شاعرانو د انتخاب شاعري هم په راتلونکي په تنده کې کتلى شئ .

راتلونکى شاعر جلال امرخېل دى چې نوى کتاب يې چاپ شوى دى مونږ به هڅه وکړو چې د هغه دکتاب نه يوڅه انتخاب شعرونه ستا سې مخې ته کېږدو .

که تاسې د کوم شاعر د شعرونو انتخاب راته د اړيکو له لارې راولېږئ بې له ځنډه به خپاره شي او نور مطالب هم کولاى شئ مونږ ته په دې پتو راولېږئ .

ilham_khadarkhil@hotmail.com

ilham_khadarkhil@yahoo.com

ilham.khadarkhil@gmail.com

 

په مينه او مننه

www.tolafghan.com/thanda

الهام

 

د ارواښاد صاحب شاه صابر د شعرونو انتخاب

 

خون به مې واخلي قاتلان به شي
زلفې دې مه سموه ورانې به شي
په آينه کې سترگې مه توروه
ځان ته به وگوري حيرانې به شي
زمونږ وعدې د ښکلو څڼې نه دي
چې رنگ به واړوي ارزانې به شي
د محبت خواري دې هېره مه شه
لارې که گرانې دي آسانې به شي
ستا د ښاېست تخم به نه ورکوي
د زړونو زمې دي ودانې به شي
بلا دې واخلم زلفې مه خوروه
بلا به واخلي بلاگانې به شي
د تورو سترگو دروغژنې قيصې
صابره مه سپينوه گرانې به شي
 ....
ورېځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکه توفان راوله
لر کړه د مخه آينه لرې کړه
ما دحيرت د بيابان راوله
سپرليه زه به دې احسان ومنم
خو ته د ځان سره جانان راوله
ځه چې واپس زړې قيصې نوې کړو
راشه واپس هغه دوران راوله
ماښام لمبه کړه تيارې وتښتوه
بله ډيوه شه پتنگان راوله
وعظه نه، په تقوىٰ نه رغېږم
ما له ساقي د روهستان راوله
زړه نظر سترگې په جرگه درولم
ښکلي راغونډ کړه رقيبان راوله
....... 
که ستا په مخ ستا په کاکل نه ليکم
بيا خو غزل نه دى غزل نه ليکم
ما دې زما دزړه آزار ووهي
که په قامت او په اوربل نه ليکم
ستا يې منله ستا يې ومنله
بس دى د خپل زړه سر خپل نه ليکم
بيا به د زړه خبرې زړه کې ساتو
بيا به روداد ستا د محفل نه ليکم
نور پرې د زړه د وينو رنگ نولمه
نوره د گل قصه په گل نه ليکم
هغه خوبونه مې په سترگو کې دي
څنگ به د ښکلي په څنگل نه ليکم
 .......

د گلونو د ښار خلک د رنگونو د ښار خلک
په خيالونو کې مې اوسي، د خيالونو د ښار خلک

په رگونو کې مې گرځي په زخمونو کې مې اوسي
د ارمان د بڼ گلونه، د يادونو د ښار خلک
په ما هغه ورځ اختر وي، زما هغه خوشالي وي
چې په ويښه چرته وينم د خوبونو د ښار خلک
زه چې ستا کوڅې له راشم زه چې ستا دېوال ته کښېنم
په بتکو پورې ولاړ وي په پارونو د ښار خلک
لېوني تندې اخيستي ، ليوني لېوني گرځي
د اوبو د کلي خلک د سيندونونو د ښار خلک
د آسمان په تمه ناستو د اسمانه تمه پرې کړئ
د اسمان تمې وژلي په کلونو د ښار خلک
دې بې نومه خاموشۍ له نوموړي غم پکار دى
چې بې خوده لېوني شي د غمونو د ښار خلک
د دردونو ناخبره د صابره څه خبر دي
د صابر په زړه پوهېږي، د دردونو د ښار خلک

.....

په قصد خورې زلفې په شا اړوي
هسې مې کفر ته اشنا اړوي

هره خبره مې تاله ترغه کړي
سترگې دي هر څۀ په خندا اړوي
ستا د خورو زلفو بلا واخلمه
په تورو غرونو مې بلا اړوي
د نفرتونو گنهگار مې واعظان
مونږه د مينې د گناه اړوي
پا لېوني دي يا مې نه پېژني
څوک چې زما د لارې ما اړوي
يوه نشه ده چې مې درد اړوي
يوه خندا مې د ژړا اړوي

سترگې مې خامخا خوږې شي په چا
د چا په جنگ مې خامخا اړوي
 
.....

چې زما د پرهرونو مېلمانه دي
ستا يادونه که دردونه دي خواږه دي
زمونږ زړونه چې د بل رضا ته گوري
په سينو کې که زمونږ يې زمونږ نه دي
هغه خلک د مينو رهبران شول
چې د مينې د مسلکه خبر نه دي
په دې ښار کې به سړي سړي ته گورې
د دې ښار بلا سړي ، سړي خواره دي
د يارانو خولې به څه باندې خوږې شي
که حالات هغسې زهر دي تراخه دي

..... 
ستا لېونى يم انتظار مې کوه در به شمه
زه لا ژوندى يم انتظار مې کوه در به شمه

دلته پردى ښار د پردو خلکو د نه زړه کلي
دلته پردى يم انتظار مې کوه در به شمه

لا خو زما په زړه کې مينه زړه شوې نه ده
لا خو زلمى يم انتظار مې کوه دربه شمه

ستا د وعدې سورى تر دې وخته په سر گرځوم
کلک د وعدې يم انتظار مې کوه در به شمه

چې ستا کوڅه يې همېشه د ژوند جنت گڼلى
هغه سړى يم انتظار مې کوه در به شمه

د تورو غرونو سپېلنو واورو نه پنا لاليه
ستا لېونى يم انتظار مې کوه در به شمه

د جانان ياده ته ورځه د جانان خوا کې اوسه
زه درپسې يم انتظار مې کوه در به شمه

ستا د يادونو سيلۍ واخيستمه در يې وړمه
بس د نزدې يم انتظار مې کوه در به شمه

د پردي ښار مسافري مې صبر خوري صابره
په زړه نرى يم انتظار مې کوه در به شمه

....... 
زما وجود شوې زما ساه نه شوې
زما اشنا زما اشنا نه شوې

ما ته خپل ځان او ځان مې ته گڼلې
ته د خپل ځان وې ته د چا نه شوې

ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم
مخې له راغلې وارخطا نه شوې

زه وسوسو په مخه واخيستمه
تا شونډې پرانستې گويا نه شوې

زه دې الفت ته ملامته کړمه
د يار بلا زما بلا نه شوې

سترگې يې بيا هم پښتنې وې کنه
بې وفا شوې خو بې حيا نه شوې

مينې منمه چې د هر ازمېښته
زه وروستو نه شوم ته په شا نه شوې

زړه د بلا ښېرو مې ووينځلې
خو د وهمونو نه صفا نه شوې

تا د صابر لېونتوب څه وليده
ته د صابر د زړه سودا نه شوې

 ........
په چمن کې که گلونه که ازغي مري
خو زما د کور ښاېست زما سپرلي مري
دا مې لويه بدبختي نه ده نه څه ده
په پردي جنگ کې زما د بڼ زمري مري
د دنيا روزگار په صلح په صلاح شي
کوم قامونه چې د جنگ په لوري ځي مري
د دنيا اولسه هله که رادو کړئ
سړي يو بل سره نغښتي دي سړي مري
مونږ نه هغو خلقو بلې لمبې تاو کړې
چې په خپله په پوټي غوندې لوگي مري
د خوشال په اديره به ماتم نه وي
سره بڅري د ايمل د انغري مري

د اسلام د سپېڅلتيا مبلغينو
په کابل کې درنه شته مسلماني مري
 

 

.......
گران دي په گرانه لاره تله د شعور
خو بې خوارۍ نه شي خواړه د شعور

زما يارانو په ما زړه مه سېزئ
ما سره هغسې ډېر شته د شعور

زه يې د ځان په معنىٰ پوهه کړمه
ما سره بس دى دومره ښۀ د شعور

ما په هېڅ هسې يقين نه دى کړى
ما په شک وخواړه خواږه د شعور

د حيرانۍ خبره ده او که نه
په دې ازغنو لارو تله د شعور

د نن په سترگو کې مستي د سبا 
د ژوند د نن په مخ کې سره د شعور
 

.....
که نغمې ټولې گونگۍ شي
که سازونه زنځيري شي

د گلونو بې وسي شي
تکلونه تېزندۍ شي
پرهرونه ټول اوده شي
ارمانونه ټول کاڼه شي
څړيکې څړيکې زړونه ښه شي
د دردونو ادې مړه شي
خو بيا هم چرته څۀ کېږي
خو بيا هم جهان بدلېږي
چرته ورپېږي پاڼه
چرته وخاندي گلونه
چرته وغړېږي سترگې
چرته وخوزېږي غرونه

 .........
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې گرځي
درانه خلک سپېږي چې په سپکو پسې گرځي

زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وايم
چې څوک را زملکى شي په ټوپکو پسې گرځي

د زرکو د کوترو ښ:ار د نورو مشغله شوه
زما د غرونو باز په توت خورکو پسې گرځي

بيا څوک د پښتنو د اتفاق سندرې وايي
ديوان يې د خوشحال په لاس خټکو پسې گرځي

صلاح کو يجرگه کوي غونډېږي تندرونه
څوک جاله جوړوي ځانله په ډکو پسې گرځي

د هغه غرڅنۍ غړۍ مې هغسې په زړه ده
لا هغسې مې فکر په کنجکو پسې گرځي

د ښکلو په سينو کې بې غرضه زړو گوري
صابر بلا وهلى دى په ورکو پسې گرځي

 ..........
د انتظار جذبه سړه ښه نه ده
د پرهر څړيکه مې اوده ښه نه ده

د سبا ستوري ته څه ونه وايې
ډيوه به ووژنو ډيوه ښه نه ده

د غرمو تاو ښه نه دى توره به شې
د غرمې مه راځه غرمه ښه نه ده

شونډې دې رپي چې خبرې کوې
قاصده ښکاري چې قصه ښه نه ده

واعظه مه کوه پښېمانه به شم
د ځوانۍ ورځې دي توبه ښه نه ده

د حبت لېوني چا وژلي
د آشنا هسې حوصله ښه نه ده

د تور اوربل توره مامه يروه
زه کله روغ ومه که شپه ښه نه ده

نن به دې زړه ځان سره وړي صابره
نن يې د سترگو اراده ښه نه ده
 

 

......
مينې ته درانه گورم
هر ښکلي ته ښه گورم
مه کوه يرېږمه
سترگو ته دې نه گورم
ستا د سترگو سوى يم
ځم چرته اوبه گورم
خپل پرهر ته وگورم
ستا د حيا سره گورم
ستا د بڼو بد اخلم
زور به د خپل زړه گورم
خداى شته چې خداى ومنم
تا ته چې سم وگورم
ته او زما خوا نيول
دا څه وينم څه گورم
 

 

......
يوه ناڅاپه حادثه د نظر
مينه يو تول يوه توله د نظر
ستا د بڼو د زور خو نه وه کنه
هر څو که ښه وه حوصله د نظر
زړه ته مې لږ د سترگو زور وښايه
پرهر له وروړه لمبه د نظر
ساقي په نورو نشو اور لگوه
په ما ختلې ده نشه د نظر
پرېږده چې وسوځمه اور واخلمه
نن به دې گورم تاشه د نظر
نن مې د زړه په دنيا اور لگوي
نن يې بدله اراده د نظر
تا ورته هغه شپه بې لوظه ووې
صابره تا ته يې غوسه د نظر

 

........

چې نشه شم چې نشه شي
څومره ښه شم، څومره ښه شي

خو چې تا ته مخامخ شم
تمامي وجود مې زړه شي

خورې زلفې خواله راشي
حيراني مې يو په دوه شي

هله لاس مې په زړه کېږده
چې د ځانه دې زړه ښه شي

راشه هله شپه په تلو ده
هسې نه چې ډيوه مړه شي

چې نشه څومره ترخېږي
ستا لهجه دومره خوږه شي
 

 

........
ښه لگي خواږه لگي
ستا کاته په زړه لگي
دا کاته دې هېر مه شه
دا تا سره ښه لگي
ستا په وعده څه باور
ستا په وعده څه لگي
ته او په رښتيا مينه
دا دروغ مې نه لگي
عشق لکه د بنگ لوگى
کله کله ولگي
هغه سړى هغسې
هسې په ما ښه لگي
دا د محبت نشه
کفر شي هله لگي

 

Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.