Thanda

د ارګون د زړه لړځوونکې پېښې په تاثير

16.07.2014 06:56

د ارګون د زړه لړځوونکې پېښې خبر مې پر فيسبوک لوستلو، په هلمند او وزيرستان وينې وينې زړه مې ورته لا وينې وينې شو، په همدې کې مې يو خبريال ملګري د خپلې اختريزې خپرونې لپاره د اختريز شعر غوښتنه وکړه.. ما به نور څه ليکل؟
.
.

د اختر شعر دې راکړه
بختور شعر دې راکړه
چې د ژوند خبره وکړي
جادوګر شعر دې راکړه
په راډيو کې مې پروګرام دی
هله ژر شعر دې راکړه

چې بنګړي پکې په شرنګ وي
چې شيندلی پکې رنګ وي
د نکريزو بوی ترې راشي
چې راشنه پکې لونګ وي
چې له ګرمې مينې ډک وي
جوړ د غبرګو سترګو جنګ وي

زما دوسته خبرياله
ملامت نه يې خوشاله
غم ښادي جوړه راغلي
دا چې موږ يو سربداله
زما شمله په وينو سره ده
مرمۍ وتي دي له شاله

پکتيکا وينو کې لامبي
په غوغا وزيرستان دی
په هلمند کې اور بليږي
غم په لوی افغانستان دی
زموږ خونه هم نړيږي
او اختر هم راروان دی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.