Thanda

د قرار غزل د الهام په غږ كې - واورئ

07.12.2011 12:06

غزل

مجيد الله قرار

د هرې پېښې تر شا لاس دى د بل

په ځان شكي يم زما لاس دى د بل

ويل يې دا مار دى راروان دى پر خوا

ما ويل مار نه دى دا لاس دى د بل

د يو كافر پر ضد چې كيږي دلته

تر شا ددغې غذا لاس دى د بل

زما د پرون ګيله تازه ده لا هم

ستا په اوږه باندې بيا لاس دى د بل

بيا مې پر زړه ده د غم ليكه پرته

زړګيه پروت چې په تا لاس دى د بل

تر زړه مې بيا راغځېدلى منې

لكه يوه سپينه رڼا لاس دى د بل

ايښې زموږ په سينه پښه د ملا

پروت په اوږه د ملا لاس دى د بل

زړګی 05.01.2013 12:31

قرار صاحب په دغه شعر کی هغه واقعیت بیان کړی چی ټولو ته معلوم دی خو سترگی پری پټوی

تسل 20.12.2011 13:16

سلام خوږ دې ويلی وو

صداقت 08.12.2011 14:42

له قرار نه خو ګيله نه ده پکار ځکه همدا يي لار ده او همدا يي کوږ فکر خو الهام صيب مي ژړوي چي  د قرار نه دومره متآثره شو او د قرار کاږه فکر ته يي د روح اچولو هڅه وکړه
کله دي چي لاندي بيت ويلو نو هيڅ دي هم زړه ته رانه غله؟؟؟؟؟

ايښې زموږ په سينه پښه د ملا

پروت په اوږه د ملا لاس دى د بل

الله دي ټولو ته هدايت وکي

آمين آمين خداى دې ټولو ته سمه لاره وروښيي

ستاسو نظر محترم دى، په شعر د نقد او نيوكې په اړه مو زه څه نشم ويلى هغې ته دې خپله شاعر ځواب ووايي خو د ديكولمې له ستاينې مو مننه كوم.

الهام

رخمت 08.12.2011 08:09

ياره يو خو ته شي نا شي نه كوري او بس هسي به ورته خوشحاله يي!!
نور شاعران قحط شول جي تا د دي شي شعر راونيو؟؟
بس هسي مو  دين او جومات فسي مو را اخيستي ده

اشنا ته راته شعرونه راولېژه هم خپله خواري به پرې وكړو، كه څه هم چې په دې شعر كې د دين او جومات په اړه كومه خبره نشته خو دا چې تا ته هر ملا مقدس ښكاري په دې كې به څه ووايو.

الهام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.