Thanda

دلته تل په سوله جنګ دی

25.09.2011 05:55

دلته تل په سوله جنګ دی



له اولې ورځې غږ د سولې اورو

له اولې ورځې جنګ دلته روان دی

دلته ټول جګړه مار وايي

“ زه د سولې طرفدار یم”

“آزادي مې لوی ارمان دی

دا وطن زما ایمان دی”

خو مونږ ګورو مونږه وینو

وطن لوټ شو وطن وران دی

آزادي په خوب کې وینو

دا اوس هسې یو ارمان دی

او د سولې نېکمرغۍ سپینه کوتره

د عنقا مارغه په شان شوه

 

چې د سولې په نوم راشي

نو لوی جنګ ځان سره راوړي

سوله ساتي، په جنګي ابزارو دلته

ټول روان دي په غلطو لارو دلته

دوه قدمه شاته اخلي

که ځي یو قدم په وړاندې

څوک چې سوله ساتل غواړي

په جنګي ابزارو باندې

مونږ له سولې او له جنګه

زیاتې یو شانتې یریږو

هر افغان په وینو رنګ دی

دلته تل په سوله جنګ دی


نصرت الهام

قدرت الله قدیری 03.03.2013 12:38

ډیر ښکلی نظم الله مو په قلم برکت کړه<br />

عبدالرحمن 05.03.2012 14:10

ډیر ښکلی شعر زما دډیر خوښ شو <br />

خوشال خليل 26.09.2011 07:16

ښكلى شعر دى په رښتيا هم دلته تل په سوله جنګ دى، ځكه دلته د سولې له نامه سره پروژې او پريمانه پيسې او منصبونه غوټه شوې دي چا چې هم د سولې مشري كړې هغه ته هرڅه بهوت بهوت رسيدلي دي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.