Thanda

غزل - الهام

10.02.2011 08:28

غزل

ماښام نیږدې شو او لمر غورځیږي

زما اوږې نه، دې سر غورځیږي

که لر غورځیږي که بر غورځیږي

بم مو د زړونو په سر غورځیږي

چې په تا راشي پیریان د مینې

په ما یې دلته اثر غورځیږي

ریباره ستا خو له سترګو ځار شم

د یار په مخ دې نظر غورځیږي

ته پام کوه پرې چې ژوبل نشي

زړه مې ستا پښو کې اکثر غورځیږي

د غم شراب دې بلا اصیل دي

نور مې له ګوتو ساغر غورځیږي

نصرت الهام

ښکلاښیدا 23.03.2012 06:24

ډیرښکلی شعرونه دی خدای دی همیشه پرقلم برکت واچوه

حمید شجاع 11.02.2011 11:23

قربان الهامه .
د غزل ځینې بیتونه دې په زړه منګولې لګوي.
ډیر وخت پس مې ستا دومره خوږ شعر ولوست.
ژوندی اوسې.
ورور دې
حمید شجاع

مننه ډاکټر صیب. خدای دې وکړي چې ښه او خوشحاله به یې. بس دا هم ستاسو تشویق دی چې لا شعر لیکم. یو ځل بیا مننه.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.