Thanda

لېونی - نظم

21.12.2010 07:40

لېونی

نظم

لېوني څادر اغوستی

له خپل ځان سره لګیا دی

له دې ځمکې نا خبره

له اسمان سره لګیا دی

خپل قسمت سره په جنګ دی

خپل ګرېوان سره لګیا دی

ماشومان ورنه راتاو شول

یو ماشوم تر ټولو شوخ دی

خړ څادر یې ترې راکش کړ

شور او ځوږ د ماشومانو

لېونی یې لېونی کړ

څوک یې تیږو باندې ولي

څوک یې ټولې پېښې وکړي

لېونی بلا هوښیار دی

هم د کلي هم د ښار دی

تش مسکی شي او روان شي

شاوخوا ته نظر وکړي

ټولو خلکو ته حیران شي

د کوڅې تر پایه لاړو

هلته سم خلک ولاړ دي

لکه غم خلک ولاړ دي

لېونی ورنه وېریږي

په راغلیو قدمونو

بېرته شاته شو واپس شو

که څه هم منزل یې نشته

خو مزل یې هم عبس شو

خو دې خواته ماشومان دي

او په لور یې راروان دي

لېونی ورنه ویریږي

غټ غټ کاڼي ورسره دي

لېوني ځمکې ته لاس کړ

هغه کاڼی یې راواخیست

چې دده په لور ګوزار و

خلک ټول له مخې چپ شول

لېوني لاره پیدا کړه

او په خپله مخه ولاړو

اوس نو کاڼی دده یار دی

په هر ځای کې یې پکار دی

دا څو کاله ورسره دی

څوک پرې نه ولي هوښیار دی

نصرت الهام

علې احمد اڅکزئ 25.02.2011 09:43

سلامونه،
ډېر شکلې شعر دې، خو انشاالله الله مهربانه دې،
ېو وار به بېا لېونئ خدائ جوړ کې، او بېا به په ټوله نړې حکومت وکړې، در هند او در سنده او پر ټوله نړې،
ډېر ژر که خدائ کوله

هماخوستی 16.01.2011 11:48

روبینه احساس خوری نظم د ډیر په زړه پوری ده الله دپه ګوتوبرکت که ستادنوروشعرونوپه هیله مننه

دوست محمد (ځونډی) 21.12.2010 15:04

ګران الهام صیب سره له ټولو ملګرو دې په سلامونو او مينه لمانځم!
ډيــــــــــــر ښـــــــــــــــــکلی او ښــه روان آ ذاد نظم دی ،ډير مې خوښ شو په ګوتو دې برکت .
څوک یې تیږو باندې ولي
څوک یې ټولې پېښې (وکړي)
د (وکړي) په ځای که (کاندې) هم وليکل شي لا به ښه وي ځکه چې نظم په حال زمانه کې روان دی .
ستا سې د لا زیاتو برياليتوبونو په هيله

روبينه احساس 21.12.2010 12:24

ستاسو نظم ډېر په زړه پورې دی
بريالي اوسۍ
مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.