Thanda

فیس بک - نظم

20.12.2010 07:21

فیس بک

په زړګي کې مې اوسېږې

په فیس بک هم راسره یې

فاصلې یې کمې کړي

د غمونو او دردونو

قافلې یې تمې کړي

خط لېږل که نیم دیدن وي

نو چیټنګ له دې ورتېر دی

هره ورځ راته دا وایې:

هر سهار دې پاڼه ګورم

په تصویر دې زړه تسکین کړم

نوې نوې شاعري دې

ټوله یاده کړم په یادو

تبصرې دې ټولې لولم

پکې ګرځم پکې ځغلم

تا زما تصویر خوښ کړی

او ما ستا تصویر خوښ کړی

له سلام نه دې قربان شم

د فیس بک پاسورډ مې ته یې

ستا خوږې، خوږې خبرې

څه خوږې لکه شکرې

شاعري ترې جوړومه

په خپل نوم یې خپرومه

ته پوهېږې، زه پوهېږم

ښه پوهېږې ښه پوهېږم

چې دې ژوند یم چې مې سا یې

چې زه ستا یم ته زما یې

خو بیا هم زما ملګري

هره ورځ راپسې ګورې

ټول حساب یې درمالوم دی

ټول د شک په نظر ګورې

خو باور دې په خدای وکړه

مستعار نومونه ډېر دي

څوک سپوږمۍ ده څوک هوسۍ ده

څوک کوتره څوک هیلۍ ده

ټول زما خواږه دوستان دي

جینکۍ نه دي نران دي

وزګارتیا په مخه کړي

شوخکان دي شیطانان دي

خو پوهېږم په دې هرڅه

چې ته شک کوې شکمنې

هره ورځ دې دوی په یاد وي

د هیلۍ تصویر ښایسته دی

که سپوږمۍ درباندې ګرانه

مهاجره دې خوښیږي

که کوچې درباندې ګرانه

وسوسې درسره ملې دي

ته د شک په دام کې ګېره

ته په خپلې پاکې مینې

بې باوره ښکارې ډېره

نصرت الهام

ايمل 29.04.2011 04:25

ډيره ښه اوخوندور مطلبونه خپروي خداي دي نور هم توان درکړي چي ښه ښه

جلال امرخیل 21.12.2010 11:32

یره الهامه ما ستا د فیسبوک د پاسورډ خبره نه ده کړی او نه خو دی ما ته کله ښودلی دی خو ما د خپل یاهو میل خبره کړی ده چی پاسورډ می ستا نوم و
ستا له فیسبوکه نه یم خبر چی چا به پرانستی وی دی رستم به پرانستی وی نو ته ښه پوهیږی چی زه په تخنیکی شیانو ډیر نه پوهیږم
د هلال نمره ما ته راولیږه ورته وایه ناځوانه هغه راکړی نمره دی بنده وی
او د ګوهر نوری چغی به هم واوری غم مه کوه دی چی ما سره داسی کوی نو داسی خو به ورسره کیږی او خبر یی ؟ وصیت یی کړی چی زما د مرګ دعوه په جلال ده.
کله کله په فون کی هم راته هغه سندره وایی چی زما د مرګ دعوه په تا ده چی چیری مړ شومه زه ، دا دی سزا ده
اوهو هو
زما د مرګ دعوه په تا ده
هههههههههههههههههههههههههه

یاره د فیس بک د پاسورډ دعوه مې نه ده درباندې کړې، هسې مې ویل چې نن فیس بک داسې یو مسج راکړ.
لکه چې ډېر درباندې ګران یم، خو یاره ستا مینه ټوله لباسي وي. ګوهر مې هم ډېر وخت نه دی لیدلی چا ویل ناروغ دی ما وې چې پوښتنه یې وکړم پرون مې یې یوه نرۍ پوښتنه وکړه.
دا واخله د  هلال نوی نمبر: 0775480708
خوشحاله اوسې
الهام

ګوهر 21.12.2010 05:23

سلامونه الهامه اشنا
څومره شایسته اوپه زړه پوري نظم دي لیکلی دی،هغه ستا خبره په کیبورډ دي برکت شه
یار دي
ګوهر

مننه اشنا!  بیګا مو ولا یاد کړې، هلال راغلی و، ستا د ناروغۍ کیسې یې هم وکړې . هاهاهاها.
روغ اوسې

جلال امرخیل 21.12.2010 01:18

الهامه اشنا زما مینه او سلام هم ومنه
په نظم یارانو ډیر څه ویلی او باید لا ډیر څه ورباندی وویل شی ، که زه بیا خپله هاغه خبره تکراروم چی څو کاله دمخه می لا درته کړی وه چی ته تل زما د زړه خبری کوی نو تا ته به کلیشه ښکاره شی کنه باور وکړه زه همدی ته په تمه وم چی دا ازموینی می پای ته ورسیږی نو په فیسبوک به یو نظم لیکم خو دا ډیره ښه شوه چی تا ولیکه ځکه که ما سل خواری کړی وه دومره ښکلی می نه شو لیکلی .
د نوی عصر په نوو اختراعاتو شعر لیکل هم یوه لویه ننګونه وی او هم ستر ابتکار نه پوهیږم خدای می دی غاړه نه بندوی یو وخت می لکه چی د عبدالله پیکار صیب یو شهکار نظم اوریدلی و چی تلیفون ته یی لیکلی و بیا می د کاروان صیب ډیلیټ نظم زړه ډیر تخنولی و او اوس دا دی له یوی بیخی نوی او جدیدی سکالو سره مخ یم چی زړه می راتخنوی او خندوی هم.
نظم دی بیخی شهکار دی او تر ټولو زیاته ښکلا همدی څو مستعارو نومونو ورکړی ده چی تا یی ذکر دلته کړی دی ، نصیر احمد خو به وایی چی ګل ملا همکار نه ورباندی پوهیږی خو زه به ورته ووایم چی ګل ملا همکار خو پریږده که تا غوندی یو کس یی هم ولولی نو اوچته ورباندی پوهیږی چی دلته له ځنو هغو خلکو نه یادونه شوی ده چی مستعار نومونه کاروی.

نور نو د نظم موضوع هم ډیره جالبه ده او په ډیر ښه طرز او سټایل کی هم لیکل شوی دی ، دغسی کله کله راښکاره کیږه چی زموږ درپسی سترګی ووتی.

تا زما تصویر خوښ کړی
او ما ستا تصویر خوښ کړی
له سلام نه دې قربان شم
د فیس بک پاسورډ مې ته یې

خو ګوره دلته دی زما د ای ډی پاسورډ رسوا کړی دی زه اوس مجبور یم چی بدل یی کړم که نه هر څوک به د نصرت په نوم ورداخلیږی .
مننننننننننننننننننننننه له ګلالی نظم نه دی
جلال

مننه یاره دا دوه ورځې ما هم درپسې نیټ څاره خو ته نه رامالومېدې. دا د فیس بک د پاسورډ خبره وکړه په خدای همدا اوس یې مانه سکورټي کوسچنې غوښتې، کله چې یې په امتحان کې پاس شوم، نو یوه نقشه یې راکړه ویل یې چې په اوپیرا براوزر کې پرون ستا اکاونټ په اروپا کې چا پرانیستی خپل پاسورډ دې بدل کړه. ما هم دا اوس بدل کړ.
دا څه کیسه ده یاره؟
بیا هم مننه چې داد رکوې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.