Thanda

اول په انسان کې روبوټ او اوس په روبوټ کې انسانيت

24.08.2010 21:16

اول په انسان کې روبوټ او اوس په روبوټ کې انسانيت

 په انسانانو کې روبوټونه له پخوا شته خو په دې وروستيو کې سانسپوهانو داسې روبوټ نندارې ته وړاندې کړ چې نه يواځې احساسات لري بلکې څرګندولى يې هم شي، څو لسيزې مخکې د روبوټونو وړاندې کول پيل شول، نو د هغو خلکو لپاره روبوټ کلمه استعمالېدل هم پېل شول چې فکر به کېدۀ، پکې د جذباتو او احساساتو کمى دى.

د انسان په څېر د احساساتو او جذباتو دلودونکي ددغې نوي روبوټ نوم (ناو) دى.

دغه روبوټ په ښه توګه خپل جزبات څرګندولى شي، که څوک يې خوښ نشي نو په خپل لويديځ انداز خپلې اوږې پورته اچوي او که خوشحاله وي نو لاسونه ښوروي.

ساينسپوهان وايي چې ددې روبوټ د احساساتو سطح د لس کلن ماشوم په کچه ده، يعنې څه ډول چې لس کلن ماشوم د مينې او کرکې په مقابل کې خپل غبرګون ښيي همداسې دغه ربوټ هم کولاى شي خپل احساسات او جذبات څرګند کړي.

( ناو) مخامخ هر چا ته په کتلو معلومولى شي چې رويه يې دوستانه ده که نه، ناو د مينې او کرکې په جمساني انداز ښه پوهيږي او که د چا سره ډېر وخت تېر کړي بيا نو د هغه په طبعيت او مزاج هم پوهيږي.

د هرټ فورډ شاير پوهنتون ساينسپوه لولا کناميرو، چې ددې روبوټ د تياروونکو په ډله کې دى، وايي: د انساني جذباتو او احساساتو درک کوونکي او ورسره د سم غبرګون ښودونکي دغه روبوټ کې د برېښنايي آلاتو ډېر پېچلى نظام وجود لري، ددې روبوټ په سترګو کې کامرې نصب شوي دي، چې ددۀ خواته د هر راتلونکي حرکت او خوځښت څاري، چې له سترګو بيا دغه معلومات د روبوټ برېښنايي دماغو ته رسيږي.

د ناو د مغزو خُليې د انساني معزو سره ورته والى لري، چې کله يې څوک ليدلى وي هغه په خپلو دماغو کې نه دا چې ساتي بلکې د هغۀ د چلند په اړه هم معلومات زېرمه کوي، چې څه ډول سلوک يې ورسره کړى دى .

کناميرو زياتوي چې ناو نومي روبوټ په خپل ياد کې ساتلي ټول معلومات د (ښه او بد) پر بنسټ تلي او له همدې سره سم خپل غبرګون ښيي.

کناو ميرو وايي چې د ناو روبوټ د غبرګون پروګرامنګ مخکې له مخکې شوى دى او په دې کې آزاد دى چې څه ډول او څه غبرګون وښيي. هغه وايي، چې دغه نوى روبوټ په ځانګړي ډول دا صلاحيت هم لري چې د مخامخ شخص د څېرې تاثرات، خندا او د نور بدن غوځښتونه درک کړي او خپل غبرګون وښيي.

دا مهال د نړۍ په ډېرو صنعتي ادارو، روغتونونو او کورونو کې روبوټ کارونه کوي، خو دغه روبوټونه يواځې د يو ماشين حيثيت لري.

کارپوهان وايي، چې د روبوټونو دغه نوى نسل به د انسانانو په څېر خپل کارونه سرته رسوي او د خپل څښتن يا ملګري جذبات او احساسات به هم درک کوي، د کارپوهانو په اند د ناو روبوټ دغه نوى نسل به د ډېر عمر لرونکو کسانو ښه خادم او چوپړوال ثابت شي، هغه کسان چې د يواځيتوب سره لاس او ګرېوان دي او په ژوند کې د بل د مرستې محتاجه وي ناو به د داسې کسانو نه يواځې يو خادم وي بلکې لکه يو خواخوږى دوست به د دوى په خوښۍ او غم کې هم شريک وي .

 ژباړن : نصرت الهام


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.