Thanda

غزل . ډاکټر اسرار

22.06.2010 07:39

 

غزل

اشنا څېرې راته اشنا نه ښکاري

هېڅ یو تصویر راته صفا نه ښکاري

په شب پرستو باندې زېری وکړئ

چرته کې لرې هم رڼا نه ښکاري

د لوټ تالان شکایت چاته وکړو

دلته خو غلا هم چاته غلا نه ښکاري

شونډې هم ستا خوځي او ژبه هم ستا

دا ستا خبرې ماته ستا نه ښکاري

ښکلو په مونږ نظر بندي کړې ده

دي بې وفا، خو بې وفا نه ښکاري

دی خو زما مرۍ ته زور راکوي

دا سړی ماته مسیحا نه ښکاري

اسراره تلل نه کړي زما په خوښه

ما ته دا خپل غزل زما نه ښکاري

ډاکټر اسرار

ARIF 24.06.2010 05:18

poem is a good thing if some one has the own one not to steal from others if a poem has a secret issue it will be better then others

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.