Thanda

غزل / جلال امرخېل

21.06.2010 20:10

غزل

رحم په ما کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
کاته په غلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

که شيش محل ورانول غواړې زلزله راوله
بس خو خندا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

قربان ، قربان مه کوه ځار دې شم ، بې زړه به شمه
بلا ، بلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

د غنمنرنګو چم ته ځم چې رانه پرې نه وځي
راته دعا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

له خوشالۍ نه به پړک وچوي چې اقرار و نه کړې
سبا بېګا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

جلال امرخېل

رحمت الله امرخېل 31.01.2011 17:26

ماته خو داسې ښه نه ښکاری
امرخېل صاحب چې څنګه ویلی
هغه پر ما خوښ لږی

محمد انور میدانوال 26.06.2010 11:31

زه ستاسو د‍‍شعرنو خاصو علاقمندانو نه یم ما دی وب سایت نوی لاس رسی موندلی زما ‍علاقه دی سایت سره صرف دی شعر به اساس شوی ده زه دځوانو شاعران څخه زیاته قدر دانی کوم فقط زما هیله دی دوی موفقیت دی

لرغونی لاروی 24.06.2010 12:11

سلامونه!
امرخېل صيب د چا خبره بلا دې کړې ده. ګرانه شاعري دې ورځ په ورځ پخېږي او کره کېږي.
خدای دې نور هم توفيق درکړي
په همدې هيله
لرغونی لاروی

غفوراحمد جاويد 22.06.2010 14:48

بس چې شجره دښکلو وګوري . ټول دننګرهار وي چې داولي وي
امرخيل صيب کاني دي شروع کړي رشتيا ډير غوږ غزل دي ليکلي خداي دي وکړي چې دغزل دا پريښته هر وخت درباندي پيرزينې ولري

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.