Thanda

غزل / ن . الهام

21.06.2010 13:24

 

غزل

 

او ګرانه دا نخرې دې نوې زده کړې

ګرېوانه دا نخرې دې نوې زده کړې

په اشارو باندې خبرې کوې

جانانه دا نخرې دې نوې زده کړې

شوې د جګړو د نفرتونو ژباړن

انسانه دا نخرې دې نوې زده کړې

نن دې تش ورانې کړې زما جونګړې

توفانه دا نخرې دې نوې زده کړې

اوس مې مرۍ هم په زنځیر راتړې

زندانه دا نخرې دې نوې زده کړې

ن . الهام


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.