Thanda

جلاله په خداى وابه ورې سندرې په جومات كې

04.05.2010 09:07

غزل
نه توپ نه تيارې شته او نه زغرې په جومات کې
باداره بيا نو څه كوي لښكرې په جومات كې
بازانو ته د غرو به يې كوم زېری وي وړی
نن بيا نه وې په ځالو كې كوترې په جومات كې
دښمن كه دې پكار وي په انګړ كې پيدا كيږي
حلوا چېرته پخيږي هلته لرې په جومات كې
دا كونډې يتيمانې دا زموږ د پښتنو دي
هر چېرته چې قطار وينې سوالګرې په جومات كې
اې خدايه داسې وخت د وروولۍ به كله راشي؟
چې يو ځاى وي (پيكپې) او (رېنجرې) په جومات كې
خو اوس زموږ خواهش په سينما كې پوره كيږي
يو وخت و ورېدې به مرغلرې په جومات كې
چې دا زموږ ولس وي او دا يو تر بل وژل وي
جلاله په خداى وابه ورې سندرې په جومات كې

جلال خپلواک

Sayed Mohammad Ibrahim Jahid 01.09.2010 14:53

Na Pohegam, Sa Wawayam kho bas zhwandee ose !

سعید غښتلی 06.05.2010 07:07

جلا خپلواکه وروره شعرمې دې خوښ شو نو ځکه ما هم هڅه وکړه چې په همدغه ردیف اوقافیه یوڅه ولیکم
نه د نګې منارې وې نه کوترې په جومات کې
هوارې وې یوڅوخړې څادرې په جومات کې
شاید کوم ابراهیم بیا د نمرود په اورکې سوځي
لمدی چې توتکیو کړې وزرې په جومات کې
بیګاه په توره شپه کې چا وژلی دی اما م
راغونډ دی مقتدیان اغوندې زغرې په جومات کې
زما په خوارساده طالب یې ژرژر چوپ کولې
پخې کړې د پنجاب ملا منترې په جومات کې
هغه مې د منبرپه سرپه پاکه خوله کنځي
په مايې حرام کړي تش خبرې په جومات کې
مغروره پښتانه یوله امامه مخکې ځو
ویریږم چې راشنې مونشې خکرې په جومات کې
چچ

لال میر 05.05.2010 14:12

یو وخت ښاغلي کاروان یو غزل لیکلی و چې یو بیت و:

خاونده داسې وخت به په نژدې موده کې راشي؟
چې پورته افغانۍ وي او کلداره ښویېدلې

نور یې څه داسې وو:
له پښو مې د تصویر د کلي لاره ښویېدلې
بېګا را نه په کاڼو کې هنداره ښویېدلې

ریښتیا هیچا هم داسې فکر نه کاوه چې هغه حالت چې یو لک افغانۍ به مو ورکړې او په مقابل کې به یې ۸۰ یا ۷۵ کلدارې راکړې، نو داسې وخت هم لیرې نه دی چې پیکپې او رینجرې سره یو ځای وګورو، دواړه اړخونه افغانان دي، دواړه پښتانه دي، دواړه د جرګې مرکې اهل او څښتنان دي، دواړه اړخونه پوهېږي چې اوس د پردو په لمسه جنګېږي خو هسې غیرت نیولي دي. د داسې یوې ورځې په هیله چې له بې ځایه او ناروا غیرت نه تېر شي او په ګډه سره کېني او ټولې غوټې د خبرو اترو له لارې سره حل کړي. د سوالګرو او یتیمو په برخه کې وایم چې ریښتیا همدا نن مې هم یوه نژدې د ۷۰ کلونو زړه افغانه مېرمن ولیدله چې په هوار کړي ټیکري کې یې دوه یا درې دوه ګونې روپۍ پرتې وې او خیر یې غوښت. حتما به د کوم شهید مور یا بل بې وزلي او ځپلي څه وه. کاش چې زمونږ لیډرانو او مشرانو لږ زړه سوی او غیرت درلودی چې د داسې صحنو په لیدلو سره یې هرڅه ته شا کړې وای او په یوه ټغره سره ناست وای او مسایل یې حل کړي وای. مونږ ولس یو او د همداسې یوې ورځې هیله لرو.

محمد جاوید 04.05.2010 13:52

ښاغلی جلال خپلواک!
تر ټولو د مخه زما تاوده تاوده سلامونه او نیکی هیلی اومنه.
زه خو شاعر نه یم خو شعر می ډیر زیات خوښیږی. دا ستا شعر سم په زړه لګیږی. ما چی ولوست داسی ګومان می وکړ لکه زه چی تصویر وینم او ریښتیا ډیر خوندور او ډیر خوږ شعر دی.
[چې يو ځاى وي (پيكپې) او (رېنجرې) په جومات كې]
د الله پاک نه درته نور هم توفیق او بریالیتوب غواړم. سر لوړی اوسی او د نورو داسی شعرونو په تمه مو.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.