Thanda

غزل / جلال امرخېل

30.04.2010 21:17

غزل

شپه ده ، ستا يادونه دي ، ګلونه دي
چا وې چې غمونه دي ؟ ، ګلونه دي

ستا له زلفو پرېوتل ، بې ابه شول
مړاوي زمونږ زړونه ، ګلونه دي

روخ د پسرليو دی زما په واک
لاس کې مې لاسونه دي ، ګلونه دي

رنګ د پېغلتوب دې شو پر شونډو خور
غېږ په غېږ اورونه دي ، ګلونه دي

ستا د خولې خبرې دي ، سندرې دي
ستا د خولې لفظونه دي ، ګلونه دي

دار نه دی ، سور شاخ د ګلغوټيو دی
ځوړند پرې سرونه دي ، ګلونه دي

منځ کې يې توپير جلاله مه کوه
ښکلي بس ګلونه دي ، ګلونه دي

جلال امرخېل

شایسته ګل تسل 11.11.2010 08:15

غزل دی داسی سړی ولیکی ښکلی دی دا آخربیت مې ډیر خوښ شو

احمد جاوېد ننګرهاری 23.06.2010 13:42

دېر خاېسته غزل وه خداې دې نورهم طوفېق درکړې چې همدغسې ښکلې غزل ولېکې دا بېت مې ډېر خوښ شو شپه ده 'ستا ېادونه دې 'ګلونه دي
چا وې چې غمونه دې ,ګلونه دې

اختيار 01.05.2010 07:49

جلاله ياره سلامونه او ښې هيلې
مخكې مې دې هم وخت ناوخت يو نيم شعر لوسته، خو تبصرې ته به وخت نه و اوس مې دې دا شعر ولوست، ويل مې راځه په منډه پرې څه وليكه.
په شاعرۍ دې نورې خبرې كول هسې بېځايه راته ښكاري، خو دا درسره شريكوم، چې د لفظونو انتخاب دې ډېر ښه دى. همداسې كامياب دې غواړم
ستا له زلفو پرېوتل ، بې ابه شول
مړاوي زمونږ زړونه ، ګلونه دي
دا بيت مې ډېر خوښ شو، الله دې د چا زړه د چا له زلفو نه غورځوي
ښه وخت ولرې
اختيار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.