Thanda

غزل . . الهام

29.04.2010 21:58

غزل

نن چې بنده ګي د هغه زړه کې ده
ټوله زنده ګي د هغه زړه کې ده

ځان به د یو چا پښو کې خاورې کړي
دومره ملنګي د هغه زړه کې ده

سوځي هغه سوځي، ځکه سره لمبه
ستا د اننګي د هغه زړه کې ده

سیوری د ښکلا یې په څېره پروت دی
نوره بدرنګی د هغه زړه کې ده

څومره الهام تږی دی د سرو شونډو
څومره زړه تنګی د هغه زړه کې ده

نصرت الهام

حقيق 04.07.2010 19:50

اول سلام او بيا کلام؛
ګرانه زړۀ کې ده کۀزړه کې٠
زړه هم ښه ده، بدرنګي رښتيا هم پۀ زړه کې ده
ځکه بدرنګي پۀ زړۀ کې نۀ وي،
او بياسلام

الهام 03.05.2010 16:28

سلام جلال او دوران ته!
مننه چی شعر مو خوخ شوی دی . ما وی دا به د چا خوخ نشی دیر به منده می لیکلی دی. له لندی دی مننه
ما سره بشتو نشته بخنه غوارم
الهام

دوران 01.05.2010 09:31

سلامونه
ښکلی غزل دی، پۀ زړۀ پورې دی. دا شعر پکې ډېر خوندور دی

سیوری د ښکلا یې په څېره پروت دی
نوره بدرنګی د هغه زړه کې ده

او ياره لږه حوصله کوه ، دو مره زړۀ تنګي هم مۀ کوه. خدای به خیر کړي،

د لابريا پۀ هېله دې
دوران

جلال 30.04.2010 20:36

ډېرښه اشنايه ډېر ښه

ښکلا ته سيوری ورکول دې يو کمال او بيا دا سيوری د يو چا پر مخ مجسمول لا بل کمال .

او ګوره اوس دې نو نوبت دی ، دمه په کې مه کوه.

دا ټپه دې تا ، ځواب او ارش ته ډالۍ وي .

د جينکو ياري مې کړې
ځکه مې شونډې د ګلاب په شانتې دينه

جلال

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.