Thanda

غزل .... الهام

03.03.2010 13:41

غزل

څه کافر نه دى ايمان په کې ژوندى دى

زړه لرمه او ارمان په کې ژوندى دى

د نړۍ هر يو توفان په کې ژوندى دى

خو زما افغانستان په کې ژوندى دى

د ژوندون شېبې مې نه دي بې ارزښته

تصور مې د جانان په کې ژوندى دى

زما اوښکې دي چې دا ګلشن تازه دى

دا شبنم او دا باران په کې ژوندى دى

دا چې زه داسې ژوندى په ځمکه ګرځم

زما زړه او زما ځان په کې ژوندى دى

نصرت الهام

عطاؤلله 04.03.2010 13:20

سلامونه الهام صاحب خدای دی نور زیات توفيق درکړي مننه

ن . الهام 03.03.2010 16:54

سلامونه ياره !
مسافري رښتيا هم ډېره سخته ده خوبس خداى دې د ټولو مساپرو مل شي

کامياب اوسې
ورور دې الهام

درمان 03.03.2010 14:07

salam elham sahib khayesta ghazal de likaly de noro bryawo po hiila de .. grana kala kal rana yaran taposona kawe che sange ye po musafaray ke kho ba ywazi we de ba kha pa we .. za warta tal wayam che na .. kho os me de doy lepara kha zawab pyda kar ..
د ژوندون شېبې مې نه دي بې ارزښته

تصور مې د جانان په کې ژوندى دى
ka der lare yam sta yad rasara ose

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Sorry, you don't have the Java plugin necessary to operate this chat room. Please download the Java Plugin for free.