Thanda

غزل / ساجد بهار

07.02.2010 19:03

راليږونکی : ساجد بهار

ټليفونشميره: 0797623603

برېښناليکپته: sajid.bahar@yahoo.com

سرليک: غزل

نېټه: 06.02.2010 07:12

غزل


تش کالبوت او تش کالب درپسې مرمه
ته باور وکړه په رب درپسې مرمه

د اميد ډنډ دې جمال راځينې وړى
پروت په وچه لکه کب درپسې مرمه

ته چمبه يې د پيغلوټو په لاسو کې
زه د ماتو بنګړو ژرب درپسې مرمه

کابلۍ پيغلې چې شال دې په اوږه کړ
اوس د مينې په مذهب درپسې مرمه

دواړه سترګې دې چينې دي د زمزمو
صحرايې تږى عرب درپسې مرمه

ستا له دنګې ځوانۍ ځار شمه بهاره
د مينو له نسب درپسې مرمه

24/2/2009
ساجد بهار خوست

نذیراحمد نذیر 08.02.2010 21:35

ټولو لوستنونکو ته سلامونه
بهار صاحب ډيره ډيره ډیره ښکلې غزله وه
او له الهام صاحب نه مننه چې ښه شعرونه راباندې لولی
ماته یی ډیر خوند راکړ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.