غزل / عزت الله ځواب
07.02.2010 19:01غزل
سم لکه ملګری راسره درومي
غم لکه ملګری راسره درومي
ډېر رانه په نيمه لار کې پاتې شي
کم لکه ملګری راسره درومي
شعر دې و ، تصوير دې و ؛خو ياد دې اوس
هم لکه ملګری راسره درومي
شکر دی يوازې زه پاګل نه يم
چم لکه ملګری راسره درومي
خير که رقيب بيا سترګې د سپي کړلې
دم لکه ملګری راسره درومي
عزت الله ځواب









دروند خوږ ژبی شاعر ځواب صاحب ښی چاری٠
ځواب صاحب څو واری ننګرهار ته درعلم مګر ستاسو دفتر کی تشريف نه درلودلو ٠
ځواب ټول شعرونه دنني شرايطو سره سم وويل شوی دی ٠او په دی ارزی چی هر
شعر سړی څوڅو واری ووايی کور دی ودان او ستا دلا ډيرو برياليتونو په هيله
ډير رانه په نيمه لار کی پاتی شی ٠کم لکه ملګری راسره درومی ٠
په درناوی فقيرزی دجرمنيی نه
ځوابه ډير په زړه پورۍ شعر دی
تاښو همدا غزلو پسی نيولی کوم يو نظم هم ليکه
شپه تر سهاره د شوګير ملګر تيا پاتي نده
د خانده ډير دي ښو د وير ملګر تيا پاتي نده
شکر دی يوازې زه پاګل نه يم
چم لکه ملګری راسره درومي
واوا ځواب ګله! دېر مزې دار غزل دې لیکلی دی، غواړم چې ستا د غزل په دوو برخو لنډې خبرې وکړم، لمړی پورتنی بیت، په یوې څېړنې کې ښ،دل شوې ده چې 70 په سلو کې افغانان روانی ستونزې لری خو افغانی ډاکټران بیا وایی چې نه 95 په سلو کې افغانان روانی تکلفونه لري، 5 چې له سلو نه کم شوي دي، دا هغه کسان دي چې له هېواد نه بهر ژوند کوي چې د هغوی ډېر هم دا ستنزې لري. نو دا بیت حقیقت دی مبالغه نه ده.
بله موضوع دا چې ستاس د شاعرۍ کمال دلته دی هغه الفاظ چې نور شاعران یې په شعر کې نه شي راوستی، لکه سپي دا ښاغلی په ډېر سم ځای کې استعمال شوی دی.
بریالی اوسې
آرش
واه واه
الهامه ښې چارې
دا ځواب دې له كومه راپيدا كړ؟ ښه غزل يې ليكلى دى.
دښاغلي ځواب شعرونه ښه، لنډ،ښايسته خوندور دي ژر پرې پوهيدى شو اوډانګپيېلې شاعرې كوي.